عربستان او پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i69002-عربستان_او_پاکستان_د_ترهګرو_ملاتړ_کوي
د پاکستان د بلوچ آزادي غواړې جبهې مشر سعودي عربستان او پاکستان په دې هیواد کښې د فعالو ترهګرو په ملاتړ تورن کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 11, 2018 16:57 Asia/Kabul
  • عربستان او پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي

د پاکستان د بلوچ آزادي غواړې جبهې مشر سعودي عربستان او پاکستان په دې هیواد کښې د فعالو ترهګرو په ملاتړ تورن کړل.

ا... نظر بلوچ په بلوچستان صوبه کښې خبریالانو ته په مرکه کښې، په دغې صوبه کښې د لشکر جهنګوي ډلې د ترهګرو په لاس د هزاره ټولنې د شیعه مسلمانانو وژلې ته په اشارې سره وویل: عربستان او پاکستان د دغې ترهګرې ډلې مالي ملاتړ کوي.

هغه څرګنده کړه چې که څه هم د لشکر جهنګوي مرکز په پنجاب صوبه کښې دی خو د دغه ډله زیاتره فعالیت په بلوچستان کښې کوي.

نظربلوچ وویل: پر لشکر جهنګوي سربیره له لشکر طیبه، حرکت الانصار، جیش العدل او نورو ترهګرو ډلګیو څخه هم د پاکستان د استخباراتي ادارې (آیي، ایس، آيي) لخوا مرسته او ملاتړ کیږي.