افغانستان دپاکستان د عسکرو مړی وسپارل
-
دافغانستان دننه وسله والو قبایلو هم دخپل هیواد دعسکرو ملاتړ وکړ .
زمونږ خبریال وایی دافغانستان حکومت د پاکستان دحکومتی ملیشا ځواکونو فرنټیر کور(Frontier Corps) د پینځو(۵) وژل شویوکسانو مړی او یوبل ژوبل عسکر د کرمې ایجنسۍ دقبایلی سیمې مشرانو ته وسپاره .
دپاکستان او دافغانستان دعسکرو ترمینځ په کوزې کرمې ایجنسۍ کښې په لکه تیګه(Laka Tiga) سرحدی سیمه کښې د پاکستان دعسکرو لخوا د سرحدی تاسیساتو د جوړولو په وجه له تیرو څو ورځو راهسې د دواړو هیوادونو د عسکرو او دخلکو ترمینځ نښتې روانې وې چې په ترڅ کښې یې دپاکستان پینځه (۵)عسکر وژل شو او دغه راز دافغانستان لس (۱۰)حمله کونکی هم په دغه نښتې کښې وژل شوی.
دافغانستان او دپاکستان ترمینځ خبرې اترې دوام لری چې تر خپل مینځه سرحدی تاوتریخوالی کم کړی .
دپاکستان د کرمې ایجنسۍ قبایلی سیمې د ملی پارلمان غړی ساجد حسین طوری چې د ځایی مشرانو دیوه (۱)پلاوی مشرۍ کوی د افغانستان د ځاځی قوم له مشرانو سره خبرې کوی د خپل هیواد دپینځو(۵) ملیشا ځواکونو وژله تائید کړه او ویې ویل چې دافغانستان له عسکرو سره په نښته کښې دپاکستان دحکومتی ملیشا ځواکونو دولس(۱۲) نور کسان ژوبل شوی هم دی .
دپاکستان او دافغانستان پوځی چارواکو د اووربند لپاره سرحد ته نږدې یوه (۱)غونډه هم وکړه .
دپاکستان د کرمې ایجنسۍ قبایلی سیمې ځایی چارواکو وویل وسله وال قبایل چې د پاکستان دعسکرو دملاتړ لپاره یې په سرحد کښې مورچې نیولی وې د افغانستان او دپاکستان د پوځی چارواکو له غونډې وروسته له مورچو بیرته وربلل شوی دی .
دپاکستان د کرمې ایجنسۍ د طوری او دبنګښ قبائلو په شمول په سلګونو قبائل چې درنې وسلې هم ورسره وې لکه تیګه(Laka Tiga) او نږدې سیمو ته ورسیدل چې د حکومتی ملیشا عسکرو ملاتړ وکړی په کومو چې دافغانستان له خاورې حمله شوی وه .
دافغانستان او دپاکستان دعسکرو ترمینځ په لکه تیګه س(Laka Tiga)رحدی سیمه کښې د درنو وسلو ډزې وشوې او دافغانستان دننه وسله والو قبایلو هم دخپل هیواد دعسکرو ملاتړ وکړ .