پاکستان له افغانستان سره د اختلافاتو هواری غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i69622-پاکستان_له_افغانستان_سره_د_اختلافاتو_هواری_غواړي
د پاکستان د خارجه وزارت ویاند د افغانستان له حکومت سره د خپل هیواد د اختلافاتو په هواري ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 21, 2018 16:56 Asia/Kabul
  • پاکستان له افغانستان سره د اختلافاتو هواری غواړي

د پاکستان د خارجه وزارت ویاند د افغانستان له حکومت سره د خپل هیواد د اختلافاتو په هواري ټینګار وکړ.

د ایرنا د خبر له مخې محمد فیصل وویل: اسلام آباد په سیمه کښې د صلحې او ثبات راوستو او له افغانستان سره د اختلافاتو د هواري په لړ کښې د دغه هیواد له چارواکو سره خپلې خبرې جاري ساتي.

په عین حال کښې د افغانستان د اقتصادي چارو او مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د پاکستان د اقتصادي چارو مرستیال وزیر مفتاح اسماعیل په واشنګټن کښې په خپلو کښې کړي ملاقات کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د سوداګري اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.