پاکستان له افغانستان سره د اختلافاتو هواری غواړي
Apr 21, 2018 16:56 Asia/Kabul
د پاکستان د خارجه وزارت ویاند د افغانستان له حکومت سره د خپل هیواد د اختلافاتو په هواري ټینګار وکړ.
د ایرنا د خبر له مخې محمد فیصل وویل: اسلام آباد په سیمه کښې د صلحې او ثبات راوستو او له افغانستان سره د اختلافاتو د هواري په لړ کښې د دغه هیواد له چارواکو سره خپلې خبرې جاري ساتي.
په عین حال کښې د افغانستان د اقتصادي چارو او مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د پاکستان د اقتصادي چارو مرستیال وزیر مفتاح اسماعیل په واشنګټن کښې په خپلو کښې کړي ملاقات کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د سوداګري اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.
ټیګونه