نواز شریف د پاکستان سیاسي ډګر ته په ستنیدو ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i70690-نواز_شریف_د_پاکستان_سیاسي_ډګر_ته_په_ستنیدو_ټینګار_وکړ
د پاکستان پخواني او رد صلاحیت شوي وزیراعظم ادعا وکړه چې صلاحیت به یې ډیر زر بیرته تایید شي او سیاسي ډګر ته به ستون شي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 07, 2018 15:18 Asia/Kabul
  • نواز شریف د پاکستان سیاسي ډګر ته په ستنیدو ټینګار وکړ

د پاکستان پخواني او رد صلاحیت شوي وزیراعظم ادعا وکړه چې صلاحیت به یې ډیر زر بیرته تایید شي او سیاسي ډګر ته به ستون شي.

د تسنیم خبري آژانس په لیکنه، نواز شریف وویل: هغه کسان چې زما صلاحیت یې رد کړی دی باید پوه شي چې صلاحیت به مې ډیر زر تائيد شي او د سیاسي میدان ته به بیا راستون شم.

هغه څرګنده کړه چې د مسلم لیګ (نواز) ګوند هدف دا دی چې په راتلونکو انتخاباتو کښې بریالی شي او په پارلیمان کښې په ترلاسه کړي اکثریت سره قانون داسې بدل کړي چې زما صلاحیت پکښې تایید شي.

نواز شریفب وویل: په پاکستان کښې ډیرو ګوندونو هڅه وکړه چې زه زندان شم او ماتې ومنم خو دا کار مې ونه کړ او اوس به د ماتې مزه وڅکي.

خو دا په داسې حال کښې دي چې د زیاتره کارپوهانو په باور نواز شریف به ډیر زر د پاکستان د سترې محکمې د حکم له مخې د مالي فساد په جرم سزا کړی شي.