په پاکستان کښې د امريکې او اسرائيلو په خلاف مظاهرې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i71164-په_پاکستان_کښې_د_امريکې_او_اسرائيلو_په_خلاف_مظاهرې
د پاکستان په مختلفو سيمو کښې پرون د دغه هېواد په زرګونو خلقو د امريکه مرده باد او اسرائيل مرده باد په نعرو سره مظاهرې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 14, 2018 02:08 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د امريکې او اسرائيلو په خلاف مظاهرې

د پاکستان په مختلفو سيمو کښې پرون د دغه هېواد په زرګونو خلقو د امريکه مرده باد او اسرائيل مرده باد په نعرو سره مظاهرې وکړې.

له اسلام آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د پاکستان په زرګونو خلقو په نيواکي زمکو کښې د صهيونېسټ رژيم د جنايتونو او تېريو، د فلسطيني مسلمانانو د قتل عام او له صهيونېسټانو څخه د امريکې د ملاتړ په خلاف پرون په اسلام آباد ښار کښې مظاهرې وکړې او د امريکه مرده باد او اسرائيل مرده باد نعرې يې ووهلې.

په دغو مظاهرو کښې ګډون کونکو د فلسطين د قبضې د کليزې په مناسبت دغه قبضه وغندله او د صهيونېسټ رژیم د جنايتونو د بندولو لپاره يې د بشري حقوقو د ټولنو د اقدام غوښتنه وکړه.

قهرجنو مظاهره کونکو همدارنګ له تل ابيبه بيت المقدس ته د امريکې د سفارت د وړلو اقدام سخت وغندۀ.

په دې وروستيو مياشتو کښې په امريکې د پاکستان د خلقو د بې اعتمادۍ زياتوالے د امريکې له سلط غوښتونکو سياستونو څخه د هغوي د لا زياتې کرکې سبب شوے دے.

پرون د پاکستان په نورو ښارونو کښې هم د امريکې او اسرائيلو په خلاف دا ډول احتجاجي مظاهرې وشوې او له غاصب اسرائيل او امريکې څخه يې د خپلې کرکې او قهر  څرګندونه وکړه.