د پاکستان خلکو په یو لړ مظاهرو کې د اسراییلو جنایتونه وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i71470-د_پاکستان_خلکو_په_یو_لړ_مظاهرو_کې_د_اسراییلو_جنایتونه_وغندل
 د پاکستان لومړي وزیر   په یوې بیانیې کې  نن جمعه د مئ اتلسمه نیټه  په درست هیواد کې له  فلسطین سره د پیوستون ورځ اعلان کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 18, 2018 16:12 Asia/Kabul
  • د پاکستان خلکو په یو لړ مظاهرو کې د اسراییلو جنایتونه وغندل

 د پاکستان لومړي وزیر   په یوې بیانیې کې  نن جمعه د مئ اتلسمه نیټه  په درست هیواد کې له  فلسطین سره د پیوستون ورځ اعلان کړه.

 

زمونږ د خبریال د راپور له مخې  شاهد خاقان عباسي  په دغه بیانیه کې  په نیواکي فلسطین کې د صیونسټ رژیم د اقداماتو په غندلو سره  وویل چې د پاکستان دولت او ولس د فلسطین له مظلومو خلکو خپل غوڅ ملاتړ ته دوام ورکوي  او د اسلام اباد دولت  به  په نړیوالو ټولنو کې د فلسطین مساله تعقیب کړي.

ددغه ورځې د لمانځلو هدف  د فلسطین له مظلومو خلکو سره د پاکستان د خلکو د پیوستون ښکاره کول اعلان شوی دی.

په دې اړه نن د پاکستان لمونځ کوونکو د جمعې له لمانځه وروسته د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د مړه دې وي امریکا او مړه دې وي اسراییل په شعارونو سره  مظاهرې وکړې او په نیواکي فلسطین کې یې د اسراییلو جنایتونه وغندل او یو ځل بیا یې د فلسطین  له آیډیاله خپل ملاتړ اعلان کړ.

د صهیونسټ رژیم د نیواکګرۍ او له تل ابیبه  بیت المقدس ته دامریکا د سفارت دانتقال په خلاف په وروستیو مظاهرو کې تر شپیتو زیات فلسطینیان شهیدان کابو دوه زره ژوبل شول.

 د امریکا سفارت د ټرامپ په فیصله تیره دوشنبه په نیواکي بیت المقدس ښار کې ارنونا محلې ته ولیږدول شو. دا په داسې حال کې دي چې  ډیرو هیوادونو چې په دغه مراسمو کې د ګډون لپاره بلل شوې وو د هغه بایکاټ کړی و او د امریکا  دغه اقدام یې غندلی و.