د پاکستان د طالب ډلې د مشر ملا فضل الله وژله
د پاکستان د طالب ډلې د مشر ملا فضل الله وژله
د پاکستان رسنیو بیګا د پنجشنبې په ماښام د تحریک طالبان د مشر ملا فضل الله د وژ کیدو خبر ورکړ.
دپاکستان ایکسپریس ټریبیون تحليلي خبري سایټ د دغه هیواد د طالب ډلې دمشر ملا فضل الله د هلاکت د خبر په تاییدولو سره اعلان وکړ چې هغه د افغانستان په شمال ختیځ کې وژل شوی دی. ملا فضل ا... د پاکستان په پیښور کې د پوځیانو په یو ښوونځي په حمله کې چې پکې تر سلو زیات کسان مړه او په لسګونو ژوبل شوې وو او د خیبر پښتونخوا په پوهنتون په ترهه ګرې حملې کې لاس درلود. په افغانستان کې د هغه او دهغه د ډلې د شتون په وجه د اسلام اباد او کابل په اړیکو کې ترینګلتیا او اختلافات موجود وو. د کابل دولت پاکستان تورنوي چې د ضرب عضب او ردالفساد په شان عملیاتو په ترسره کولو سره یې ترهه ګرۍ ډلې لکه تحریک طالبان د افغانستان خاورې ته کوچولې دي چې د دغه هیواد امنیت خراب کړي. د دې په مقابل کې پاکستان ، افغانستان تورنوي چې د اسلام د مخالفو وسله والو ډلو ملاتړ کوي.
خو دا چې د ملا فضل الله وژل کیدل به د سیمې په تیره بیا د افغانستان په امنیتي حالاتو څه اغیزه ولري او که نه شناندي دې خبرې ته د شک په سترګه ګوري ځکه چې په افغانستان کې ترهه ګرې ډلې په اسانۍ سره د ملا فضل الله ځای ناستی ټاکلی شي. په دې کې شک نیشته چې د هغه په شان د یو ترهه ګر وژل کیدل د پاکستان د اطلاعاتي ایجنسیو له ملګرتیا پرته ممکن نه دي په افغانستان کې ځینې ټولنې ترهه ګرې ډلې له افغانستانه د لا ډیر امتیاز د اخستلو په تیره بیا د ډیورنډ کرښې په مساله کې د امتیاز د لاسته راوړلو لپاره پر افغانستان د پاکستان د فشار یوه وسیله ګڼي او باوري دي چې تر هغه وخته چې دغه ډلې او ملا فضل الله په شان عوامل د پاکستان د دولت لپاره کارندوالی لري له هغوي ملاتړ او د جنایتونو په وړاندې یې چوپیتا غوره کوي. دم ګړۍ له یوې خوا په پاکستان د انتخاباتو نزدې کیدو او امنیت ته د دغه هیواد ضرورت ، او له بلې خوا د مالي پوځي مرستو د لاسته راوړلو د دوام لپآره له امریکا سره د اړیکو ښه کولو ته د اسلام اباد ضرورت ته په پام سره ، د امنیتي او اطلاعاتي ملګرتیا له لارې د ملا فضل ا.. له مینځه وړل د پاکستان ترجیح وه .
د افغانستان د مسایلو کارپوه غلام جیلاني ځواک په دې اړه وایي:
پاکستان د امریکا په کیمپ کې دی او د امریکا د پروژو اجرا کوونکی دی ، د پاکستان او امریکا اړیکې اطلاعاتي دي ، د پاکستان پوځ د امریکا اجرتي پوځ دی او د سیي آیی ای په اشاره کار کوي حتی د پاکستان ګټې هم په دې مینځ کې مطرح نه دي او هرڅه چې امریکا وغواړي پاکستان یې اجرا کوي.
په افغانستان کې د سیاسي امنیتي ټولنو له نظره د پاکستان د سمې او رښتینې ملګرتیا په بڼه کې په سیمه کې د ترهه ګرو ډلو له مینځه وړل کوم سخت کار نه دی خو دې ته په پام سره چې پاکستان افغانستان خپل استراتژیک عمق ګڼي په افغانستان کې د نورو هیوادونو نفوذ او شتون ته چندانې ګروهنه نه لري او د دغه هیواد د موخو او اهدافو د پرمخبیولو لپاره له خپلو اړمونو او وسایلو کار اخلي چې زیاتره یې سلبي او بحران زیږوونکي اړمونه دي.
د افغانستان د سیاسی مسایلو کارپوه جاوید کوهستاني وایي:
د ترهه ګرو ډلو زیږنځای د پاکستان په خاوره کې دی خو واشنګټن او اسلامي اباد نزدې اطلاعاتي اړیکې لري او چارې په ګډه غږملوي.
له بلې خوا ځینې شناندي د ملا فضل الله وژل کیدل افغانستان ته د پاکستان د پوځ د مشر قمر باجوه له وروستي سفر سره هم چندانې نامربوطه نه ګڼي.
په هر حال په افغانستان کې د پاکستان دتحریک طالبان د مشر ملا فضل الله وژله یوازې په افغانستان او پاکستان کې د ترهه ګرو عواملو د ځای د بدلیدو رابدلیدو ښودنه کوي ځکه چې د هغوي ملاتړي په سیمه کې د جنګ له ختمیدو سره دلچسپی نه لري . پر دې اساس د هغه وژل کیدل یوازې د ملا فضل الله د ډلې لپاره یو خبرداری کیدلی شي چې له هغو پولو حدودو ونه وځي چې ورته ټاکل شوې دي.