د پاکستان د طالب ډلې د مشر ملا فضل الله وژله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i73384-د_پاکستان_د_طالب_ډلې_د_مشر_ملا_فضل_الله_وژله
د پاکستان د طالب ډلې د مشر ملا فضل الله وژله
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 15, 2018 09:37 Asia/Kabul
  • د پاکستان د طالب ډلې د مشر ملا فضل الله وژله

د پاکستان د طالب ډلې د مشر ملا فضل الله وژله

 

 د پاکستان رسنیو بیګا د پنجشنبې په ماښام د تحریک طالبان د مشر ملا فضل الله د وژ کیدو خبر ورکړ.

دپاکستان ایکسپریس ټریبیون تحليلي خبري سایټ د دغه هیواد د طالب ډلې دمشر ملا فضل الله د هلاکت د خبر په تاییدولو سره اعلان وکړ چې هغه د افغانستان په شمال ختیځ کې وژل شوی دی.  ملا فضل ا... د پاکستان په پیښور کې د پوځیانو په یو ښوونځي  په حمله کې چې پکې تر سلو زیات کسان مړه او په لسګونو ژوبل شوې وو او د خیبر پښتونخوا په  پوهنتون  په ترهه ګرې حملې کې لاس درلود.  په افغانستان کې د هغه او دهغه د ډلې  د شتون په وجه د اسلام اباد او کابل  په اړیکو کې ترینګلتیا او اختلافات موجود وو. د کابل دولت پاکستان تورنوي چې د ضرب عضب او ردالفساد په شان عملیاتو په ترسره کولو سره یې  ترهه ګرۍ ډلې لکه  تحریک طالبان  د افغانستان خاورې ته کوچولې  دي چې د دغه هیواد امنیت خراب کړي. د دې په مقابل کې پاکستان ، افغانستان تورنوي چې د اسلام د مخالفو وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

خو دا چې د ملا فضل الله وژل کیدل به د سیمې په تیره بیا د افغانستان په امنیتي حالاتو څه اغیزه ولري او که نه شناندي دې خبرې ته د شک په سترګه ګوري ځکه چې  په افغانستان کې ترهه ګرې ډلې په اسانۍ سره  د ملا فضل الله ځای ناستی ټاکلی شي.  په دې کې شک نیشته چې د هغه په شان د یو ترهه ګر  وژل کیدل د پاکستان د اطلاعاتي ایجنسیو له ملګرتیا پرته ممکن نه دي  په افغانستان کې ځینې ټولنې ترهه ګرې ډلې  له افغانستانه د لا ډیر امتیاز د اخستلو په تیره بیا د  ډیورنډ کرښې په مساله کې د امتیاز د لاسته راوړلو لپاره پر افغانستان د پاکستان د فشار یوه وسیله ګڼي او باوري دي چې  تر هغه وخته چې دغه ډلې او  ملا فضل الله په شان عوامل د پاکستان د دولت لپاره کارندوالی لري  له هغوي ملاتړ او د جنایتونو په وړاندې یې چوپیتا غوره کوي.  دم ګړۍ  له  یوې خوا په پاکستان د انتخاباتو نزدې کیدو او  امنیت ته د دغه هیواد ضرورت ، او  له بلې خوا   د مالي پوځي مرستو د لاسته راوړلو د دوام  لپآره  له امریکا سره د  اړیکو  ښه  کولو ته د اسلام اباد ضرورت ته په پام سره ،  د امنیتي  او اطلاعاتي  ملګرتیا له لارې د ملا فضل ا.. له مینځه وړل د پاکستان ترجیح وه .

 د افغانستان د مسایلو کارپوه غلام جیلاني ځواک په دې اړه وایي:

پاکستان د امریکا په کیمپ کې دی او د امریکا د پروژو اجرا کوونکی دی ، د پاکستان او امریکا اړیکې  اطلاعاتي دي ، د پاکستان پوځ  د امریکا  اجرتي پوځ دی او د سیي آیی ای په اشاره کار کوي حتی د پاکستان ګټې هم په دې مینځ کې مطرح نه دي او هرڅه چې  امریکا وغواړي پاکستان یې اجرا کوي.

 په افغانستان کې د سیاسي امنیتي  ټولنو له نظره  د پاکستان د سمې او رښتینې ملګرتیا په بڼه کې   په سیمه کې د ترهه ګرو ډلو له مینځه  وړل کوم  سخت کار نه دی خو دې ته په پام سره چې پاکستان افغانستان خپل استراتژیک عمق ګڼي   په افغانستان کې د نورو هیوادونو نفوذ او شتون ته چندانې ګروهنه نه لري او  د دغه هیواد د موخو او اهدافو د پرمخبیولو لپاره  له خپلو اړمونو او وسایلو کار اخلي  چې  زیاتره یې سلبي او بحران زیږوونکي  اړمونه دي.

 د افغانستان د سیاسی مسایلو کارپوه جاوید کوهستاني وایي:

د ترهه ګرو ډلو  زیږنځای د پاکستان په خاوره کې دی  خو واشنګټن او اسلامي اباد نزدې اطلاعاتي اړیکې لري  او  چارې په ګډه  غږملوي.

له بلې خوا ځینې شناندي د ملا فضل الله وژل کیدل افغانستان ته د پاکستان د پوځ د مشر قمر باجوه  له وروستي سفر سره هم چندانې نامربوطه نه ګڼي.

په هر حال  په افغانستان کې د پاکستان دتحریک  طالبان د مشر ملا فضل الله وژله  یوازې  په افغانستان او پاکستان کې د ترهه ګرو عواملو د ځای د بدلیدو رابدلیدو ښودنه کوي ځکه چې  د هغوي ملاتړي په سیمه کې د جنګ له ختمیدو سره دلچسپی نه لري . پر دې اساس د هغه وژل کیدل یوازې د ملا فضل الله د ډلې  لپاره یو خبرداری کیدلی شي چې له هغو پولو حدودو ونه وځي چې ورته ټاکل شوې دي.