د پاکستان درې پوځیان ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i73416-د_پاکستان_درې_پوځیان_ووژل_شول
د پاکستان پوځي چارواکو ویلي چې پرون له افغانستان سره د دغه هیواد په سرحد کښې د وسله والو بریدګرو په حمله کښې درې پاکستاني عسکر وژل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 16, 2018 02:13 Asia/Kabul
  • د پاکستان درې پوځیان ووژل شول

د پاکستان پوځي چارواکو ویلي چې پرون له افغانستان سره د دغه هیواد په سرحد کښې د وسله والو بریدګرو په حمله کښې درې پاکستاني عسکر وژل شوي دي.

زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې دغه حمله چې پکښې شپږ وسله وال بریدګر وژل شوي دي په شمالي وزیرستان کښې رامینځته شوه چې له کلونو راهیسې پکښې د طالبانو او د پاکستان د امنیتي ځواکونو ترمینځ نښته روانه ده.

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کښې دې حملې ته په اشارې سره ټینګار کړی دی چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونه به د تلاشۍ پر پوسټو د حملې او د تخریب رامینځته کولو لپاره هر ډول کوشش ته ځواب ورکړي.

د افغانستان او پاکستان په ګډه پوله کښې دا ډول حملې سبب شوي چې په دې وروستیو کلونو کښې د اسلام آباد د حکومت په حکم له افغانستان سره په سرحد کښې د ۲ زره ۴۰۰ کیلومیټرو په اوږدو د سرحدي حصار جوړول د اسلام آباد په ایجنډا کښې راشي.