د پاکستان د عمومي څارنوال استعفا
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i73736-د_پاکستان_د_عمومي_څارنوال_استعفا
د پاکستان عمومي څارنوال اشتر اوصاف استعفا ورکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 21, 2018 15:02 Asia/Kabul
  • د پاکستان د عمومي څارنوال استعفا

د پاکستان عمومي څارنوال اشتر اوصاف استعفا ورکړه.

له اسلام اباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مې د پاکستان عمومي څارنوال خپله استعفا د دغه هېواد ولسمشر ممنون حسين ته وړاندې کړه.

اشتر اوصاف د ۲۰۱۶ کال د مارچ په ۲۹ نېټه د پاکستان عمومي څارنوال په پوسټ منصوب شوے ؤ.

د پاکستان عمومي څارنوال د استعفا چاره د دغه هېواد موقته حکومت لخوا د پنجاب صوبې د څارنوالې عاصمه حامد له څنګته کولو وروسته رامنځته شوې ده.

مېرمن عاصمه حامد د پنجاب صوبې د پخواني وزيراعلی شهباز شريف لخوا د دغې صوبې د ځاي حکومت د قانوني دورې له ختمېدو  څو ورځې مخکې په دغه پوسټ ګمارلې شوې وه.

البته د شهباز شريف دغه اقدام د حکومت د ځينو مخالفو ګوندونو له مخالفت سره مخامخ شوے ؤ.