خالد جاويد د پاکستان د عمومي څارنوال په توګه وټاکل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i73780-خالد_جاويد_د_پاکستان_د_عمومي_څارنوال_په_توګه_وټاکل_شو
د پاکستان موقته حکومت خالد جاويد د دغه هېواد د عمومي څارنوال په توګه وټاکۀ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 22, 2018 11:03 Asia/Kabul
  • خالد جاويد د پاکستان د عمومي څارنوال په توګه وټاکل شو

د پاکستان موقته حکومت خالد جاويد د دغه هېواد د عمومي څارنوال په توګه وټاکۀ.

له اسلام آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د پاکستان د عمومي څارنوال اشتر اوصاف له استعفا وروسته د دغه هېواد د موقته حکومت لخوا خالد جاويد د هغه په ځاے وګمارل شو.

اشتر اوصاف د ۲۰۱۶ کال د مارچ په ۲۹ نېټه د پاکستان د عمومي څارنوال په توګه منصوب شوے ؤ او پرون يې له خپل پوسټ څخه استعفا ورکړه.

د پاکستان د عمومي څارنوال دغه استعفا د موقته حکومت لخوا د پنجاب صوبې د څارنوالې مېرمن عاصمه حامد له څنګته کېدو نه پس رامنځته شوې ده.