پرويز مشر د ګوند له مشرۍ استعفا ورکړه
د پاکستان پخواني ولسمشر او فوځي واکمن پرويز مشرف نن د خپل آل پاکستان مسلم ليګ نومې ګوند له مشرۍ څخه استعفا ورکړه.
د ايرنا د رپوټ له مخې د پاکستان په انتخاباتو باندې د څارنې کمېشن په دې وروستيو کښې پرويز مشرف او د قومي متحده ګوند مشر فاروق ستار او د صوبائي او پوله ايزو چارو پخوانے وزير عبدالقادر بلوچ د روان ميلادي کال د جولائۍ په پارليماني انتخاباتو کښې د ګډون لپاره نااهل ګرځولي وو.
د پاکستان د انتخاباتو د کمېشن د اعلان له مخې هغه کس چې په انتخاباتو کښې يې صلاحيت رد شي د يو ګوند د مشر په توګه فعاليت نه شي کولې.
د پاکستان په انتخاباتو باندې د څارنې کمېټۍ د حکم مطابق ټاکل شوې وه پرويز مشرف له واړۀ اختر نه وروسته پاکستان ته راشي او د هغه په خلاف د تورونو په په اړه ځواب ووائي خو هغه له دغه کاره ډډه وکړه او نااهل وګرځيد.
مشرف له دې وروسته چې د پاکستان له ولسمشرۍ څخه څنګته شو په محکمه کښې د هغه په خلاف زياتې دوسيې جوړې شوې چې د سترې محکمې د قاضيانو سپکاوے او د دغه هېواد د پخوانۍ وزيراعظمې بې نظير بوټو په قتل کښې لاس لرل له هغو څخه وو.
جنرل مشرف اوس د بيمارۍ په بهانه له پاکستانه بهر ژوند کوي او د محاکمې له ويرې هېواد ته له ستنېدو ډډه کوي.