په پاکستان کښې شپږ ترهه ګر هلاک شول
Jun 23, 2018 14:17 Asia/Kabul
د پاکستان په خېبر پښتونخوا صوبه کښې د ترهه ګرو په خلاف د پاکستان د فوځ ردالفساد نومې عملياتو کښې شپږ ترهه ګر په هلاکت ورسېدل.
له اسلام آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د پاکستان د فوځ د تعلقات عامه د دفتر په يوې بيانيه کښې وويل شولو د دغه هېواد فوځي ځواکونو نن د جنوبي وزيرستان په لدها سيمه کښې د ترهه ګرو ډلو د پټېدو په ځاے حمله وکړه چې له امله يې د شپږ ترهه ګرو له وژل کېدو نه علاوه د هغوي شمېر کسان ژوبل شول.
د پاکستان د فوځ په بيانيه کښې راغلي دي په دغ عملياتو کښې همدارنګ د دغه هېواد دوه فوځيان هم ووژل شول او زياته اندازه وسلې ، جنګي سازوسامانونه او چاودېدونکي مواد له ترهه ګرو څخه کشف او ضبط شول.
ټیګونه