پاکستان کښې بیا هم په امباړې ترهګره حمله وشوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i74152-پاکستان_کښې_بیا_هم_په_امباړې_ترهګره_حمله_وشوه
په ډیره اسماعیل خان ښار کښې د شیعیانو په امامباړې باندې په شوې ترهګره حمله کښې دوه کسان ووژل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 28, 2018 11:02 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې بیا هم په امباړې ترهګره حمله وشوه

په ډیره اسماعیل خان ښار کښې د شیعیانو په امامباړې باندې په شوې ترهګره حمله کښې دوه کسان ووژل شول.

فارس خبري آژانس لیکلي چې په ډیره اسماعیل خان کښې پر لعل شاه نومې امامباړې باندې د سپاه صحابه ترهګرې ډلې د کسانو د نن سهار په حمله کښې د دغې امامباړې دوه شیعه ساتونکي شهیدان شول.

په پاکستان کښې ترهګرو وهابي ډلو له دې مخکښې په دې خبرې سره چې د ډیره اسماعیل خان شیعیان کافران دي، هغوي په ترهګرو بریدونو ګواښلي وو.

دا په داسې حال کښې دي چې څه موده مخکښې داعش ترهګرې ډلې هم د ډیره اسماعیل خان د شیعه مسلمانانو په ګواښلو سره ویلي وو چې دوي به ووژني.