له نړیوالو ادارو د امریکا ناوړه استفاده او په پاکستان فشار
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i74186-له_نړیوالو_ادارو_د_امریکا_ناوړه_استفاده_او_په_پاکستان_فشار
د ترهه ګرۍ د مالي تامینوونکو هیوادونو په لسټ کې د پاکستان نوم
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 29, 2018 15:53 Asia/Kabul
  • له نړیوالو ادارو د  امریکا ناوړه استفاده او په پاکستان فشار

د ترهه ګرۍ د مالي تامینوونکو هیوادونو په لسټ کې د پاکستان نوم

 

د پاکستان خارجه وزارت اعلان وکړ د دغه هیواد نوم هماغه شان د ترهه ګرۍ د مالي تامینوونکو هیوادونو په لسټ کې  پاتې دی . د پاکستان خارجه وزارت وویل چې  د ایف ای ټی ایف  د مالي اقدام له ځانګړې ډلې سره د دغه هیواد له خبرو اترو سره د دغه هیواد نوم  د دغه ډلې په خړ لیسټ کې پاتې دی او دا له ترهه ګرو ډلو د پاکستان دمالي ملاتړونو د دوام په معنا دی  چې دغه هیواد یې رودي.

 د مالي اقدام ځانګړې ډلې د دوه زره اتلسم کال په پیل کې  پاکستان د ترهه ګرۍ دمالي تامین په تعقیبولو کې په د غلفت کوونکو هیوادونو په لیسټ کې شامل کړ. سره له دې یې پاکستان ته درې میاشتې مهلت ورکړ چې د ځینو اصلاحاتو په کولو سره د دغه  ډلې نظر جلب کړي.

د پاکستان د خارجه وزارت د ویندویي محمد فیصل په وینا له دوه زره دولسم تر پينځلسم کاله هم د پاکستان  نوم د مالي اقدام د ځانګړې ډلې په خړ لیسټ کې و. د پاکستان له نظره د اسلام اباد د دولت له مالی فعالیتونو سره ددغه ډلې د  سلوک ډول تر دې زیات چې اقتصادي او مالي وي، سیاسي دی.

که څه هم پاکستان    په دوه زره لومړي میلادي کال کې په افغانستان کې په حملې کې له امریکا سره د ملګرتیا په وجه د امریکا  له ناټو بهر متحد وبلل شو خو له دوه زره شپږم کاله امریکا  له ترهه ګرۍ او زیږو ډلو سره د په دوه ګوني چلند د پاکستان په تورنولو سره هڅه وکړه پاکستان په افغانستان کې دخپلې ماتې عامل وښیي.

  په دې اړه په  اسلام اباد د امریکا فشارونه د له ترهه ګرۍ د دغه هیواد د ملاتړونو د  بندولو لپاره  له پاکستانه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ  په  غوښتنې سره  زیات شوې او  د دواړو هیوادونو اړیکې هماغه شان خړې پړې دي.

واشنګټن په دې باور دی چې پاکستان  د خپلو وعدو مطابق له ترهه ګرۍ سره مقابله نه کوي بلکې  له هغه د خپلو موخو په تیره بیا په افغانستان کې د خپلو اهدافو د پرمخبیولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.  البته د اسلام اباد دولت هم  په سیمه کې د امریکا د کړچار په هکله همدغه شان نظر لري  له دې امله پاکستان په دې باور دی چې  د مالي اقدام د ډلې له  خړ لیسټه د پاکستان د نوم  نه ویستل  په اسلام اباد باندې د فشارونو   د  دوام په لړ کې دي.

په پاکستان د سیاسي مسایلو کارپوه عطا محمد وایي: د مالي اقدام ځانګړه  ډله چې د امریکا او انګلستان تر نفوذ لاندې ده په پاکستان د فشار په راوستلو سره په دې لټه کې ده چې  دغه هیواد  له هغه څه سره چې دوی یې ترهه ګري ګڼي  د مقابلې په باب  د خپلو غوښتنو منلو ته اړباسي.

د پاکستان د پارلیماني انتتخاباتو په درشل کې له خړ لیسټه د پاکستان د نوم نه ویستل د پام وړ خبرده ده . د دې معنا دا ده چې  لویدیځې ټولنې   له نړیوالو مالي ټولنو سره د دغه هیواد د  بانکي ملګرتیاوو  تر اثر لاندې په راوستلو سره  د پاکستان په دلت لا ډیر مالي فشارونه راولي.

په پاکستان کې د سیاسي مسایلو کارپوه خالد جاوید خان په دې اړه وایي:

  په پاکستا کې ځینې  ټولنې په دې باور دي چې د سیمه ایزو بدلونونو په وړاندې د دغه هیواد په سیاستونو کې د بدلون وخت رارسیدلی دی  خو د پاکستان دولت اراده نه لري چې  هغه د امرکیا د مالي او پوځي سیاسي دباوونو لاندې بدل کړي؟

په هر حال ډیرې ټولنې په دې باور دي چې امریکا د خپلو سپیرو ګټو او موخو د پرمخبیولو لپاره د په سیاسي وسیلې د مالي اقدام د ځانګړې ډلې د بدلولو په حال کې ده. د سیاسي او ایټمي سازمانونو ترڅنګ اوس  امریکا  له  نړیوالو مالي ارګانونو او ادارو هم د وسیلې په توګه استفاده کول غواړي او  له همدې امله ځینې هیوادونه دمالي اقدام له ډلې سره له یو ځای کیدو ډډه کوي.