په پاکستان کښې د پټرولیم مصنوعاتو بیه لوړه شوه
Jul 01, 2018 15:30 Asia/Kabul
په پاکستان کښې د سراسري انتخاباتو د ترسره کیدو په درشل کښې د دغه هیواد عبوري حکومت په روان کال کښې د تیلي محصولاتو بیه په سویم ځل زیاته کړه.
د ایرنا خبري آژانس د رپورټ له مخې په پاکستان کښې د پټرولو د هر لیټر په قیمت کښې د ۷.۵۴ روپیو په زیاتوالي سره دغه بیه له ۹۱.۹۶ څخه ۹۹.۵۰ روپیو ته ورسید.
د خپرو شویو خبرونو له مخې همداشان د ډیزلو قیمت هم د ۱۴ روپیو په زیاتیدو سره ۱۱۹.۳۱ روپیو ته رسیدلی دی.
په پاکستان کښې د سونګو دا نوي قیمتونه د ۲۰۱۴ کال له اکتوبر میاشتې نه تراوسه پورې ترټولو لوړې کچې ته رسیدلي دي.
په پاکستان کښې د ګیس او بریښنا کمی، د سونګو لوړه بیه او پراخ لوډشیډنګ د دغه هیواد د خلکو یوه جدي ستونزه ده چې د اسلام آباد حکومت ورله تراوسه د کومې منطقې حل لارې په پیدا کولو کښې پاتې راغلی دی.
ټیګونه