د پاکستان په ډېره اسماعيل خان ښار کښې مظاهرې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i75435-د_پاکستان_په_ډېره_اسماعيل_خان_ښار_کښې_مظاهرې
د پاکستان د خېبر پښتونخوا صوبې د ډېره اسماعيل خان خلقو په دغه ښار کښې د شيعه ؤ د وژلې په خلاف احتجاجي مظاهرې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 09, 2018 01:31 Asia/Kabul
  • د پاکستان په ډېره اسماعيل خان ښار کښې مظاهرې

د پاکستان د خېبر پښتونخوا صوبې د ډېره اسماعيل خان خلقو په دغه ښار کښې د شيعه ؤ د وژلې په خلاف احتجاجي مظاهرې وکړې.

د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې په ډېره اسماعيل خان ښار کښې د شيعه مسلمانانو په خلاف له هدفمنو ترهه ګريزو حملو وروسته د دغه ښار خلقو پرون د احتجاجي مظاهرو په کولو سره د دغو حملو د عاملانو د نيولو غوښتنه وکړه.

د رپوټونو له مخې ناپېژندل شوي ترهه ګرو په ډېره اسماعيل خان ښار کښې  په يوه ورځ کښې په دريو بيله بيلو حملو کښې درې شيعه ووژل.

د سپاه صحابه، لشکر جهنګوي، طالبانو او نورې وهابي ترهه ګرې ډلې د يو پلان شوي پروګرام د عملي کولو په حال کښې دي چې د ډېره اسماعيل خان شيعه پنجاب صوبې ته کډه کولو ته مجبور کړي.