د هند سفیر په اسلام آباد کی له عمران خان سره وکتل
په اسلام آباد کی د هند سفیر، د پاکستان په پارلمانی انتخاباتو کی د بریالی ګوند له مشر« عمران خان » سره په لیدنه کی، د دؤو اړخیزو اړیکو په هکله خبری اترې وکړې.
د ایرنا د نننی راپور له مخې؛« آجی بیساریا » د پاکستان د جولای د ۲۵ نیټې په پارلمانی انتخاباتو کی، د عمران خان د بریالیتوب په خاطر د مبارکۍ په ویلو سره، د هند د لمړی وزیر« نارندرا مودی » کتبی پیغام، د پاکستان د لمړی وزارت کاندید ته وړاندی کړ.
د کشمیر په باره کی د اسلام آباد او هند د اختلافاتو په باره کی خبرې اترې، د هند د سفیر او عمران خان ترمنځ د خبرو ډیره مهمه موضوع اعلان شوې ده.
د هند لمړی وزیر؛ په انتخاباتو کی د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مشر« عمران خان » د بریالیتوب له اعلان وروسته، له هغه سره په ټلفونی خبرو کی اعلان وکړ: هیواد یی د نوی ډیلی- اسلام اباد د دوستانه نویو اړیکو د پیلولو، او د مشکلاتو د هوارۍ لپاره هڅه کوی.