دپاکستان په چارسده کښې شپږ کسان وژل شوی
Aug 12, 2018 07:56 Asia/Kabul
-
د چارسدې پولیسو درې(۳) کسان نیولي او تحقیقات یې پیل کړي دي .
زمونږخبریال وایی د پاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې په چارسده سیمه کښې د دوو(۲) کورنیو ترمینځ چې خپلوان دی په وړې خبرې شخړې سره ددوو(۲) میرمنو په شمول شپږ (۶) کسان ووژل شول او دوه(۲) نور ژوبل شول .
د چارسدې پولیسو درې(۳) کسان نیولی او تحقیقات یې پیل کړی دی .
دغه راز د پاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې په ډیره اسماعیل خان کښې په «درابن ژوب» سړک باندې له مسافر وړونکی بس سره د حکومتی ملیشا ځواکونو د ګاډی په ټکر کښې څلور (۴)حکومتی ملیشا ځواکونه وژل شوی او اته(۸) نور ژوبل شوی هم دی .