امریکا له پاکستان څخه ناوړه استفاده نشی کولای
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i75531-امریکا_له_پاکستان_څخه_ناوړه_استفاده_نشی_کولای
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د تحریک انصاف چې د پارلمان په وروستیو انتخاباتو کښې یې زیاتې څوکې ګټلی دی یوه(۱) نامتو غړی فواد چوهدری وویل پاکستان امریکا ته اجازه نه ورکوی له دغه هیواد څخه ناوړه اوزاری استفاده وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 12, 2018 09:43 Asia/Kabul
  • واک ته د ډونالډ ټرمپ له رسیدا وروسته دامریکا او دپاکستان اړیکې کړکیچنې شوي او امریکا تل پاکستان له ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي .
    واک ته د ډونالډ ټرمپ له رسیدا وروسته دامریکا او دپاکستان اړیکې کړکیچنې شوي او امریکا تل پاکستان له ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان د تحریک انصاف چې د پارلمان په وروستیو انتخاباتو کښې یې زیاتې څوکې ګټلی دی یوه(۱) نامتو غړی فواد چوهدری وویل پاکستان امریکا ته اجازه نه ورکوی له دغه هیواد څخه ناوړه اوزاری استفاده وکړی .

هغه په سیمه کښې د امریکا د زورویونکی کړچار په مقابل کښې د امریکا ضد دریځ په اعلانولو سره وویل پاکستان امریکا ته اجازه نه ورکوی له دغه هیواده ناوړه اوزاری استفاده وکړی او که چیرې ټاکل شوی وی د اسلام اباد او د واشنګټن ترمینځ کومې اړیکې وی نو باید انډوله وی .

فواد چوهدری په امریکا ضد دریځونو ټینګار وکړ او ویې ویل تحریک انصاف په صراحت سره د سپینې ماڼۍ چارواکو ته پیغام ورکړ پاکستان په سیمه کښې د امریکا په اوزار نه بدلیږی .

دپاکستان دتحریک انصاف دغه لوړرتبه مشر فواد چوهدری وویل امریکا باید دسیمې په هکله خپل سیاست بدل کاندی ګنی له زیاتو مشکلاتو سره به مخ شی .

هغه وویل پاکستان د پارلمان داستازیو په څارنې سره د چین او دپاکستان په اقتصادی  کوریډور کښې خپلو ژمنوته پاې بند دی .

واک ته د ډونالډ ټرمپ له رسیدا وروسته دامریکا او دپاکستان اړیکې کړکیچنې شوی او امریکا تل پاکستان له ترهګرۍ په ملاتړ تورنوی .

د پاکستان د مسلم لیګ ګوند نوازشریف څانګې چې کلونه کلونه یې په دغه هیواد کښې واک په لاس کښې درلود د امریکا او دسعودی عربستان پرضد په ډاګه دریځ نه غوره کاوه او همدغه چاره په پاکستان د دباو د زیاتیدا سبب شوی وه .