دجمعیت علمای اسلام ګوند په جاسوسۍ ادارو نیوکه وکړه
-
د پاکستان ډیرو سیاسي ګوندونو د مولانا فضل الرحمان وینا ته غبرګون ښودلی دی او له هغه سره یې دجدي چلند غوښتنه کړي ده .
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند د فضل الرحمان څانګې مرستیال عبدالغفور حیدری یوځل بیا د هیواد جاسوسۍ ادارې په انتخاباتو کښې په لاسوهنې تورنې کړې .
دپاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند فضل الرحمان څانګې چې د روان میلادی کال د پارلمان په انتخاباتو کښې یې تاریخی ماتی خوړلی ده یوځل بیا جاسوسۍ ادارې په انتخاباتو کښې په لاسوهنې تورنې کړې .
دپاکستان دجمعیت علمای اسلام ګوند دفضل الرحمان څانګې مرستیال عبدالغفور حیدری ددغه ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان د ادعا په تکرارولو سره وویل په پارلمانی انتخاباتو کښې د جاسوسۍ ادارو په لاسوهنې او د انتخاباتو په نتیجو بدلولو اعتراض د جمعیت علمای اسلام او دنورو سیاسی ګوندونو حق دی .
هغه د پاکستان د انتخاباتو او د ډیموکراسۍ په فضا نیوکې سره وویل د هیواد د خپلواکۍ دکلیزې یعنی داګست په څوارلسمه(۱۴) نیټه د جشن د نه ترسره کیدا په هکله د ګوند دمشر مولانا فضل الرحمان وینا غلطه نه وه خو زمونږ مقصد دا وو چې په هیواد کښې د ډیموکراسۍ دنشتون په دلیل د جشن لمانځل هیڅ معنا نلری .
دپاکستان دمشرانو جرګې پخوانی مرستیال عبدالغور حیدری دغه راز د هیواد په قضایی ادارې نیوکې سره وویل سترې محکمې(Supreme court) باید په انتخاباتو کښې لاسوهنه کولای ځکه چې درغلۍ شوی ده .
د پاکستان ډیرو سیاسی ګوندونو د مولانا فضل الرحمان وینا ته غبرګون ښودلی دی او له هغه سره یې دجدی چلند غوښتنه کړی ده .