دپاکستان دولسی او دروصوبائي جرګوغوره شوو استازو لوړه وکړه
تیرې ولسی جرګې مشر آیاز صادق له نوو منتخب شوو استازو حلف اخستی ، چې په هغو کې پخوانی ولسمشر آصف زرداری ،بلاؤل بهټو،شهباز شریف،عمران خان ،پرویزخټګ او نوره غوره څیرې هم ترسترګو کیدلې . او دمولانا فضل رحمان ،نوازشریف ، چودری نثارعلی خان او محمود اڅکزئ په څیر ډیرې مشهورې څیرې ولسی جرګې رسیدو کې ناکام شوی دی .
زمونږخبریال د دنیانیوز له قوله راپور راکړ د پاکستان په اسلام اباد ، پیښور ، کویټه او کراچۍ کې د دغه هیواد د ولسی او صوبائی جرګو غوره شوو استازو په پارلیمانونو کې په شتون سره لوړه وکړه او دغه راز دپآکستان پنځلسمې ولسی جرګې هم نن خپله لومړنۍ غونډه پیل کړې او ټاکل شوې ده چې په اسلام اباد کې به د ولسی جرګې مشر اومرستیال مشر او دغه راز د اپوزیش مشر هم په همدغې روانې غونډې کې داکست تر پنځلسمې پورې وټاکل شی .
وروستی راپورونه ښئ چې د پآکستان تحریک انصاف ګوند چې په مرکزی او دوو صوبائی جرګو کې ئې اوڅاره اکثریت ترلاسه کړی ، نن ئې د پاکستان پیپلز ګوند له مشرانو غوښتنه کړې ، څو د هیواد دترقۍ اوپراختیا په خاطر دې له دوی سره ملګری شی او دهغوی نومول شوو کسانو ته دې مثبته رایه ورکړی .
وئیل کیږی دتیرې ولسی جرګې مشر آیاز صادق له نوو منتخب شوو استازو حلف اخستی ، چې په هغو کې پخوانی ولسمشر آصف زرداری ،بلاؤل بهټو،شهباز شریف،عمران خان ،پرویزخټګ او نوره غوره څیرې هم ترسترګو کیدلې . او دمولانا فضل رحمان ،نوازشریف ، چودری نثارعلی خان او محمود اڅکزئ په څیر ډیرې مشهورې څیرې ولسی جرګې رسیدو کې ناکام شوی دی .
ټاکل شوی ده نوی ټاکل شوی لومړی وزیر به د اګست په اتلسمه نیټه لوړه وکړی .