په ایران کې دپاکستان دخپلواکۍپه مناسبت دستورې جوړیږی
دتهران ریډیو درست کارکونکی هم د پاکستان د خپلواکۍ د کلیزې په مناسبت درستو پاکستانیو وروڼو او خوئیندو ته د زړه له کومې مبارکی وائی.
تسنیم خبری اژانس راپورروکړی دایران او پاکستان په تاریخ کې د لومړی ځل لپاره د مشهدمقدس په میترو او ښار کې په سترو سکرینونو د پاکستان د خپلواکۍ دکلیزې په مناسبت دمبارکۍ پیغامونه نندارې ته وړاندې کیږ ی.
راپورښئ دپاکستان د خپلواکۍ د یو اویایمې کلیزې له رارسیدو سره په یو وخت د دغې ورځې د مبارکۍ پیغامونه دایران داسلامی جمهوریت په بیلابیلو خبری آژانسونو اوریډیوګانو کې نندارې ته وړاندې کیږی ، چې دغه اقدام به د ایران او پاکستان د دووسترو ملتونو ترمینځ ددوستۍ او ژورپیوند ښودونکی وی .
په مشهد کې په سترو سکرینونو په دې باب د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای دا خبرې چې د پاکستان مسلمان ملت تل دایران داسلامی انقلاب ملاتړی پاتې شوی ، ترسترګو کیږی .
ډیری شناندی او کارپوهان دا هم وائی پّه پاکستان کې دتحریک انصاف ګوند په بریالیتوب سره داسې ښکاری چې د ایران او پآکستان د دوستۍ لاره له مخکې لاهواره شوی او د دواړو هیوادونو په وړاندې به لازیاتې مثبتې پیښې ولیدل شی .
دتهران ریډیو درست کارکونکی هم د پاکستان د خپلواکۍ د کلیزې په مناسبت درستو پاکستانیو وروڼو او خوئیندو ته د زړه له کومې مبارکی وائی.