په ایران کې دپاکستان دخپلواکۍپه مناسبت دستورې جوړیږی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i75564-په_ایران_کې_دپاکستان_دخپلواکۍپه_مناسبت_دستورې_جوړیږی
دتهران ریډیو درست کارکونکی هم د پاکستان د خپلواکۍ د کلیزې په مناسبت درستو پاکستانیو وروڼو او خوئیندو ته د زړه له کومې مبارکی وائی.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 13, 2018 09:22 Asia/Kabul
  •   په ایران کې دپاکستان دخپلواکۍپه مناسبت دستورې جوړیږی

دتهران ریډیو درست کارکونکی هم د پاکستان د خپلواکۍ د کلیزې په مناسبت درستو پاکستانیو وروڼو او خوئیندو ته د زړه له کومې مبارکی وائی.

تسنیم خبری اژانس راپورروکړی  دایران او پاکستان په تاریخ کې د لومړی ځل لپاره   د مشهدمقدس  په میترو او ښار کې په سترو سکرینونو   د پاکستان د خپلواکۍ دکلیزې په مناسبت  دمبارکۍ پیغامونه نندارې ته وړاندې کیږ ی.

    راپورښئ  دپاکستان د خپلواکۍ د یو اویایمې کلیزې  له رارسیدو سره په یو وخت  د دغې ورځې د مبارکۍ پیغامونه  دایران داسلامی جمهوریت په بیلابیلو خبری آژانسونو اوریډیوګانو کې  نندارې ته وړاندې کیږی ، چې دغه اقدام  به د ایران او پاکستان د دووسترو ملتونو ترمینځ  ددوستۍ او ژورپیوند  ښودونکی وی .

 په مشهد کې په سترو سکرینونو  په دې باب د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای  دا خبرې چې  د پاکستان مسلمان ملت تل  دایران داسلامی انقلاب ملاتړی پاتې شوی ، ترسترګو کیږی .

ډیری شناندی او کارپوهان دا هم وائی  پّه پاکستان کې دتحریک انصاف ګوند په بریالیتوب سره  داسې ښکاری  چې  د  ایران او پآکستان  د دوستۍ لاره له مخکې لاهواره شوی او د دواړو هیوادونو په وړاندې به لازیاتې مثبتې پیښې ولیدل شی .

دتهران ریډیو درست کارکونکی  هم  د پاکستان د خپلواکۍ د کلیزې په مناسبت درستو پاکستانیو وروڼو او خوئیندو ته د زړه له کومې مبارکی وائی.