د پاکستان په بلوچستان کښې چاودنه/ ۱۱ فوځيان ژوبل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i75748-د_پاکستان_په_بلوچستان_کښې_چاودنه_۱۱_فوځيان_ژوبل
د پاکستان د بلوچستان صوبې په درينګار سيمه کښې د فوځي لارۍ د تېرېدو په لاره کښې د اېښودل شوي بم د چاودنې له امله لږ تر لږه يولس فوځيان ژوبل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 20, 2018 01:09 Asia/Kabul
  • د پاکستان په بلوچستان کښې چاودنه/ ۱۱ فوځيان ژوبل

د پاکستان د بلوچستان صوبې په درينګار سيمه کښې د فوځي لارۍ د تېرېدو په لاره کښې د اېښودل شوي بم د چاودنې له امله لږ تر لږه يولس فوځيان ژوبل شول.

د ايرنا د رپوټ له مخې دغه چاودنه بېګا رامنځته شوه او پوليس او امدادي ځواکونه سيمې ته لېږل شوي دي.

تر اوسه چا کس يا ډلې د دغې حملې ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې.

د تېرې چارشنبې په ورځ هم د بلوچستان صوبې په چمن سيمه کښې د بم د چاودنې له امله شپږ پوليس ژوبل شوي وو.

بلوچستان د پاکستان له ناامنو صوبو څخه ده تراوسه په دغه صوبه کښې د داعش، لشکرجهنګوي، جماعت الاحرار او سپاه صحابه په شمول د ترهه ګرو ډلو په حملو کښې په سلګونو مسلمانان په تېره بيا شيعه وژل شوي دي.