عمران خان: له ګاونډيانو سره به تعلقات پراختيا ومومي
د پاکستان وزيراعظم په دغه هېواد کښې د فلاحي اسلامي حکومت په جوړولو باندې په تاکيد سره وويل: په نوي حکومت کښې به له ګاونډيانو سره تعلقات پراختيا ومومي.
د ايرنا د رپوټ له مخې د پاکستان نوي وزيراعظم عمران خان نيازي بېګا د دغه هېواد ولس ته په خپله وړومبنۍ ټيلي ويژني وېنا کښې وعده وکړه چې په دغه هېواد کښې به په پراخو اصلاحاتو سره په مختلفو زمينو کښې د اسلام په بنياد فلاحي کارونو ته پراختيا ورکړي.
هغه د پاکستان د نوي حکومت د بهرني سياست په باره کښې وويل چې دغه حکومت به له ټولو هېوادونو په تېره بيا له ګاونډيانو سره ډېر ښه تعلقات ولري.
هغه تاکيد وکړ، پاکستان په صلح عقيده لري او باوري دے چې بې له صلحې او امنيته هيڅ پرمختګ او ترقي نه شي کېدې.
د پاکستان وزيراعظم د نوي حکومت د پروګرامونو د اصولو په بيانولو سره د بهرنيو پورونو ادا کول، د کورنيو سرچينو په کارول، په مالياتي چارو کښې د اصلاحاتو راوستل، د ساده ژوند کولو پراخول او په ښونه او روزنه، روغتيا او کرهڼه کښې د اصلاحاتو راوستل د خپلو حکومت له پالېسيو څخه وګڼل.
عمران خان يادونه وکړه چې د هغه د کلونو کلونو سياسي مبارزو هدف او مقصد د اسلامي فلاحي حکومت رامنځته کول دي.
هغه زياته کړه د پاکستان اقتصادي مشکلات نن خپل جوبن ته رسېدلي دي د مثال په توګه په تېرو لسو کلونو کښې د دغه هېواد پورونه له شپږ زرو ميليارډ روپو نه اتويشت زره ميليارډ روپو ته زيات شوي دي.
د پاکستان نوي وزيراعظم د پاکستاني چارواکو ترمېنځ د ساده ژوند په تېرولو او له اسرافه په ډډه کولو باندې په تاکيد سره واضحه کړه چې په دې لړ کښې به هغه له ځانه شروع وکړي.