پاکستان د هالینډ شاذدافیر وروباله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i75779-پاکستان_د_هالینډ_شاذدافیر_وروباله
پاکستان د رسول الله مبارک په هکله د کاریکاټوري مقابلې د ترسره کولو په لړ کښې د هالینډ (نیدرلینډ) د آزادۍ په نامه اسلام ضده ګوند له سپکاوي په ډک اقدام باندې په اعتراض کښې، په اسلام آباد کښې د دغه هیواد د سفارت شاذدافیر وروباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 21, 2018 03:05 Asia/Kabul
  • پاکستان د هالینډ شاذدافیر وروباله

پاکستان د رسول الله مبارک په هکله د کاریکاټوري مقابلې د ترسره کولو په لړ کښې د هالینډ (نیدرلینډ) د آزادۍ په نامه اسلام ضده ګوند له سپکاوي په ډک اقدام باندې په اعتراض کښې، په اسلام آباد کښې د دغه هیواد د سفارت شاذدافیر وروباله.

پاکستان د رسول الله مبارک په هکله د کاریکاټوري مقابلې د ترسره کولو په لړ کښې د هالینډ (نیدرلینډ) د آزادۍ په نامه اسلام ضده ګوند له سپکاوي په ډک اقدام باندې په اعتراض کښې، په اسلام آباد کښې د دغه هیواد د سفارت شاذدافیر وروباله.

د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په اسلام آباد کښې د هالینډ د سفارت د شاذدافیر په وربللو سره د حضرت محمد مصطفی(ص) په هکله د دغه هیواد د (آزادي) نومې اسلام ضده ګوند له سپکاوي په ډک اقدام باندې د پاکستان سخت اعتراض اعلان کړ.

د پاکستان نوي خارجه وزیر شاه محمود قریشي هم د اسلامي هیوادونو د ملګرتیا سازمان ته د یو لیک په ورلیږلو سره د هالینډ یا نیدرلینډ د آزادۍ اسلامي ضده ګوند په سپک اقدام باندې د پاکستان د حکومت اعتراض اعلان کړ.