د اسلام آباد له حکومت څخه د بيجنګ ملاتړ
د چين وزيراعظم وويل: پاکستان د چين لپاره يو سټراټيجک شريک دے او بيجنګ د امنيت، ثبات او ترقۍ په رامنځته کولو کښې د اسلام آباد د کوششونو ملاتړ کوي.
د شين هوا خبري اژانس د رپوټ له مخې لي کېچيانګ بېګا د پاکستان له نوي وزيراعظم عمران خان سره په ټيلفوني خبرو کښې وويل: چين غواړي د نړيوال او سيمه ايزو مهمو مسائلو، صلحې او د سيمې د ترقۍ په شمول په مختلفو ډګرونو کښې له پاکستان سره ملګرتيا وکړي.
د چين وزيراعظم وويل: د چين او پاکستان اقتصادي کورېډور په نوي دور کښې د دواړو هېوادونو د ملګرتياو ترمېنځ يو نمونه پروژه ده.
عمران خان هم د دې په بيانولو سره چې د اسلام آباد حکومت غواړي له بيجنګ سره مضبوط تعلقات تجربه کړي وويل: د چين او پاکستان اقتصادي کورېډور د اسلام آباد لپاره د ترقۍ نوي فرصتونه له ځان سره لري او پاکستان په متواتره توګه د دغې پروژې له جوړولو ملاتړ کوي.
چين ټاکلې شوې ده له پاکستان سره د ۲۰۲۵ کال تر آخره پورې د سي پېک په نامه د ګډ اقتصادي کورېډور په اجرا سره په پاکستان کښې له شپږويشټ ميليارډ ډالرو نه زياته پانګونه وکړي چې ويل کيږي په نتيجه کښې به يې له يو لکو نه زيات کسان په روزګار ولګي.