نورالحق قادري: د پاکستان او ايران رشته نه شلېدونکې ده
د پاکستان د نوي حکومت د مذهبي چارو وفاقي وزير د پاکستان او ايران رشته او تعلق نه شلېدونکے وبلۀ.
د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې د عمران خان په وزيراعظمۍ د پاکستان د نوي حکومت د مذهبي چارو نوي وفاقي وزير پير محمد نورالحق قادري په اسلام آباد کښې له دغه خبري اژانس سره په خپله وړومبنۍ مرکه کښې وويل: د ايران او پاکستان دواړو سترو اسلامي هېوادونو ترمېنځ نه يوازې د ګاونډي توب رشته ده بلکه پخواني او ژور ديني او اعتقادي تعلقات هم موجود دي.
د پاکستان د مذهبي چارو وزير زياته کړه، مونږ هيڅکله د دواړو هېوادونو له ژورو تعلقاتو څخه بې پامه نه شو پاتې کېدې ځکه چې دغو تعلقاتو له هغه ګاونډي توب او يو زړۀ توب څخه سرچينه اخېستې ده چې دواړو هېوادونو ترمېنځ شتون لري.
پير نورالحق قادري واضحه کړه: که دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځ څه غلط فهمۍ موجودې وي پکار دي زرترزره ختمې کړې شي او د داړو هېوادونو د حکومتونو، ملتونو، ديني عالمانو، علمي او سائنسي پوهانو او حتی د ايراني او پاکستاني محصيلينو او پوهنتونونو ترمېنځ ارتباط او تعلقات به د پاکستان او ايران په ګټه وي او ټول مسلمانان هم له دغو تعلقاتو څخه ګټه اوچتولې شي.
هغه په پاکستان کښې د غېر مسلمو د حالت په باره کښې د يوې پوښتنې په ځواب کښې وويل: مونږ په پاکستان کښې غېر مسلم هيڅکله اقليت نه ګڼو ځکه چې دا اصطلاح د هغوي د ناراضګۍ سبب کيږي بلکه مونږ غېر مسلم خپل انساني او پاکستاني وروڼه ګڼو هغه ټول حقوقو چې يوې پاکستاني مسلمان يې لري غېر مسلمان يې هم لري.