د پاکستان لخوا د امريکې د خارجه وزارت د بيانيې تکذيب
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i75859-د_پاکستان_لخوا_د_امريکې_د_خارجه_وزارت_د_بيانيې_تکذيب
د پاکستان د خارجه وزارت وياند د پاکستان له وزيراعظم سره د امريکې د خارجه وزير د ټيلفوني خبرو اترو د جزئياتو په باره کښې د دغه هېواد د خارجه وزارت خودساخته بيانيه دورغ وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 24, 2018 09:25 Asia/Kabul
  • د پاکستان لخوا د امريکې د خارجه وزارت د بيانيې تکذيب

د پاکستان د خارجه وزارت وياند د پاکستان له وزيراعظم سره د امريکې د خارجه وزير د ټيلفوني خبرو اترو د جزئياتو په باره کښې د دغه هېواد د خارجه وزارت خودساخته بيانيه دورغ وبلله.

د ايرنا د رپوټ له مخې محمد فېصل بېګا د امريکې د خارجه وزارت د بيانيې په تکذيبولو سره وويل: مائک پومپئو له عمران سره په دغو ټيلفوني خبرو اترو کښې په دې اړه چې پاکستان کښې د ترهه ګرو د پټېدوځايونه موجود دي هيڅ خبره نه ده شوې.

دغه پاکستاني ډېپلومېټ د امريکې له خارجه وزارت څخه وغوښتل چې دغه خودساخته او له حقيقته لرې بياينه اصلاح کړي.

د امريکې خارجه وزير پرون د پاکستان له وزيراعظم سره په ټيلفوني خبرو اترو کښې له ترهه ګرۍ سره په مبارزه او په افغانستان کښې د صلحې له چلند سره په مرسته  کښې د اسلام آباد د فېصلې غوښتنه وکړه.

څو ورځې مخکې هم د پاکستان وزيراعظم د واشنګټن په وړاندې د اسلام آباد د نوي حکومت د سياستونو په بيانولو کښې وويل د واشنګټن د سياستونو پېروکار نه دے او واشنګټن پکار دي اسلام آباد خپل دوست وبلی نه نوکر او غلام.