پاکستان اسلام آباد ته د ظریف د ورتګ هرکلی کوي
Aug 25, 2018 03:21 Asia/Kabul
د پاکستان خارجه وزیر وویل چې د دغه هیواد حکومت اسلام آباد ته د ایران د خارجه وزیر محمد جواد ظریف د سفر هرکلی کوي.
د ایرنا د رپورټ له مخې، شاه محمود قریشي پرون په اسلام آباد کښې خبریالانو ته وویل: د ایران او پاکستان اړیکې دوستانه او ورورولیزې دي او دواړه هیوادونه اوږدې ګډې پولې لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې اسلام آباد د ایران له اسلامي جمهوریت سره د امنو سرحدونو غوښتونکی دی.
شاه محمود قریشي د پاکستان د نوي خارجه وزیر په توګه د لوړې له کولو وروسته هم ویلي وو چې اسلام آباد د ګاونډیانو په تیره بیا د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول له ټولو هیوادونو سره د ښو اړیکو د ټینګښت غوښتونکی دی.
ټیګونه