په پاکستان کښې د سېلاب له کبله په لسګونو کسان مړۀ شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i75897-په_پاکستان_کښې_د_سېلاب_له_کبله_په_لسګونو_کسان_مړۀ_شول
د پاکستان په مختلفو سيمو کښې د سختو موسمي بارانونو او سېلابونو له کبله د اګست له شلمې نه تر څلوريشتمې نېټې پورې لږ تر لږه ۸۴ تنه مړۀ او ۱۵۵ نور هم ژوبل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 26, 2018 01:31 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د سېلاب له کبله په لسګونو کسان مړۀ شول

د پاکستان په مختلفو سيمو کښې د سختو موسمي بارانونو او سېلابونو له کبله د اګست له شلمې نه تر څلوريشتمې نېټې پورې لږ تر لږه ۸۴ تنه مړۀ او ۱۵۵ نور هم ژوبل شول.

د ايرنا د رپوټ له مخې د پاکستان د بحران د مديريت ملي ادارې پرون وويل، د دغه هېواد په مختلفو سيمو کښې د وروستيو موسمي بارانونو او سېلابونو د راتلو په نتيجه کښې درې سوه شپاړسو کورونو ته زيانونه رسېدلي دي.

په پاکستان کښې سخت موسمي بارانونه معمولاً د جولائۍ له مياشت نه شروع کيږي او د ستمبر تر نيمائۍ پورې دوام لري.

د پاکستان د بنيادي جوړښتونو د کمزورۍ په وجه په خاصه توګه په محرومو سيمو کښې په مختلفو موسمونو کښې سخت بارانونه معمولاً د سر او مال د تاوانونو سبب کيږي.