د پاکستان سینیټ د رسول الله مبارک سپکاوی وغنده
د پاکستان د سینیټ غړو په یوه ګډه خبرپاڼه کښې د اسلام د ګرانقدره پیغمبر(ص) په هکله د کاریکاټوري مقابلې د ترسره کولو په لړ کښې د هالینډ د آزادۍ په نامه اسلام ضده ګوند له سپکاوي ډک اقدام په کلکه وغنده.
د پاکستان د سینیټ غړو په یوه ګډه خبرپاڼه کښې د اسلام د ګرانقدره پیغمبر(ص) په هکله د کاریکاټوري مقابلې د ترسره کولو په لړ کښې د هالینډ د آزادۍ په نامه اسلام ضده ګوند له سپکاوي ډک اقدام په کلکه وغنده.
ایرنا خبري آژانس لیکلي چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم پرون د دغه هیواد په سینیټ کښې په یوه وینا کښې وویل: د اسلام آباد حکومت به دا موضوع د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په راتلونکې غونډه کښې مطرح او تعقیب کړي.
عمران خان زیاته کړه چې د پاکستان حکومت د اسلامي هیوادونو له ملګرتیا سازمان سره په سلامشورو لګیا دی څو په هالینډ کښې د رسول اکرم حضرت محمد مصطفی(ص) سپکاوی په نړیوالو سویو تعقیب کړي.