پاکستان په جلال آباد کښې خپله کنسولګري وتړله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i76065-پاکستان_په_جلال_آباد_کښې_خپله_کنسولګري_وتړله
د پاکستان حکومت د افغانستان په جلال آباد ښار کښې د هغه څه په وجه چې د ننګرهار د والي په مداخلت اعتراض وبلل شو خپله کنسولګري وتړله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 01, 2018 01:19 Asia/Kabul
  • پاکستان په جلال آباد کښې خپله کنسولګري وتړله

د پاکستان حکومت د افغانستان په جلال آباد ښار کښې د هغه څه په وجه چې د ننګرهار د والي په مداخلت اعتراض وبلل شو خپله کنسولګري وتړله.

د ايرنا د رپوټ له مخې په کابل کښې د پاکستان سفارت په جلال آباد کښې د خپلې کنسولګرۍ د تړلو د اقدام په تائيدولو سره د دغه اقدام وجه د دغه کنسولګرۍ په چارو کښې د افغانستان د ننګرهار د والي حيات ا... حيات لاس وهنه بللې ده.

په کابل کښې د پاکستان سفارت همدارنګ په دې اړه د فېصلې کولو لپاره افغان حکومت خبر کړےدے.

په کابل کښې د پاکستان سفارت د خپلې کنسولګرۍ په چارو کښې د افغان حکومت لاسوهنه د ويانا د کنونشن خلاف ورزي وبلله.

د پاکستان د خارجه وزارت وياند محمد فېصل هم وويل، په جلال آباد ښار کښې د پاکستان کنسولګري به تر هغه وخته چې امنيتي حالت د تېرې اګست مياشتې له اتويشتمې نه مخکې ته ستون نه شي تړلې پاتې شي.

پاکستان او افغانستان کله کله يو بل په خپلو سياسي او امنيتي چارو کښې يو بل تورنوي.