رضا ربانی: عمران خان دې له پمپئو سره کتنه نه کوي
د پاکستان د مشرانو جرګې پخواني مشر وویل اسلام اباد ته د امریکا د خارجه وزیر د سفر هدف د پاکستانیو مقاماتو غولول او په سیمه کې د سپینې ماڼۍ د ګټو په لړ کې د ګام پورته کولو ته د هغوی مجبورول دي.
د جیو چینل د راپور له مخې رضا رباني د دغه هیواد له لومړي وزیر عمران خانه وغوښتل چې د امریکا له خارجه وزیر مایک پمپئو سره خپله کتنه لغوه کړي او وې ویل چې دغه کتنه د سیاسی پروټوکول او اصولو په خلاف ده او لومړی وزیر باید له داسې کس سره چې د هغه هم منصبه نه دی ملاقات ونه کړي.
رباني په دې بیان سره چې د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي یوازینی کس دی چې باید له مایک پمپئو سره وګوري زیاته کړه: امریکا په پاکستان د فشار په راوستلو پسې ده او له همدې امله مختلفو پلمې لټوي.
د پاکستان د مشرانو جرګې پخواني مشر زیاته کړه سپينه ماڼۍ نه یوازې له پاکستان سره د مرستې اراده نه لري بلکې حتی هغه پیسې هم نه ورکوي چې د پاکستان ورباندې پورې دي.
ټاکل شوې د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو راتلونکې اونۍ د پاکستان له لوړ رتبه مقاماتو سره د کتنې لپاره پاکستان ته سفر وکړي.