نن په پاکستان کې د ولسمشر د ټاکل کیدو انتخابات ترسره کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i76162-نن_په_پاکستان_کې_د_ولسمشر_د_ټاکل_کیدو_انتخابات_ترسره_کیږي
 په پاکستان کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې د مذاکراتو او ولسمشرۍ لپاره د یو واحد کاندیدا په ټاکلو کې د اپوزیشن هڅې له ماتې سره مخامخ شوې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 04, 2018 01:24 Asia/Kabul
  • نن په پاکستان کې د ولسمشر د ټاکل کیدو انتخابات ترسره کیږي

 په پاکستان کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې د مذاکراتو او ولسمشرۍ لپاره د یو واحد کاندیدا په ټاکلو کې د اپوزیشن هڅې له ماتې سره مخامخ شوې.

 

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې د پاکستان د اپوزیشن ګوندونه پرون ونه توانیدل د ولسمشرۍ لپاره یو واحد کاندید په ګوته کړي.

د پاکستان د ملي او صوبایي جرګو او د مشرانو جرګې  تر یوولسو سوو زیات استازي به  نن سه شنبه  سهار له لسو بجو د پاکستان د نوي ولسمشر د غوره کولو لپاره  رایې اچونه پیلوي چې تر مازیګره به روانه وي.

 د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره درې قطعي کاندیدان  د تحریک انصاف عارف علوي. د پيپلز پارټۍ اعتزاز احسن او د جمعیت علمای اسلام مشر فضل الرحمان دی.

کاندیدا باید  پنځوس فیصده اعشاریه یوه رایه وګټي چې  د پاکستان د ولسمشرۍ  په کرسۍ  کښیني. د پاکستان په انتخاباتو د څارنې د کمیټې په امر د رایو شمیر  به په پټه توګه ترسره شي. دې ته په پام سره چې اپوزیشن ګوندونه   په یو کس متفق نه شول  د عارف علوي د کامیابۍ چانس ډیر زیات دی او هغه د راتلونکو پینځوکلونو لپاره د پاکستان ولسمشر جوړیدلی شی.

 په پاکستان کې د ولسشمر ممنون حسین  د ولسمشرۍ دوره د دوه زره اتلسم کال د ستمبر په اتمه نیټه پای ته رسیږي.