د پاکستان دیارلسم ولسمشر لوړه وکړه
Sep 10, 2018 01:16 Asia/Kabul
د پاکستان د تاریخ دیارلسم ولسمشر پرون د دغه هیواد د سترې محکمې د مشر په شتون کښې د خدمت لوړه وکړه.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، د پاکستان د نوي ولسمشر عارف الرحمان علوي د لوړې یا حلف بردارۍ په مراسمو کښې د سترې محکمې د مشر نه علاوه د پاکستان وزیراعظم عمران خان او د دغه هیواد ځینو لوړرتبه سیاسي او پوځي مسئولینو هم شتون درلود.
عارف علوي د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې له فضل الرحمان او اعتزاز احسن څخه په ډیرو رایو ګټلو سره د ولسمشر په توګه غوره شوی دی.
د پاکستان د اساسي قانون له مخې علوي تر پنځو کلونو پورې پر دغه مهم مقام پاتې کیدی شي او د ځینو ډیرو حساسو پوسټونو عزل و نصب د ولسمشر یوه دنده ده.
تر پرون پورې د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند لوړرتبه غړی ممنون حسین د پاکستان ولسمشر و.
ټیګونه