د چین خارجه وزیر د پاکستان له ولسمشر سره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i76330-د_چین_خارجه_وزیر_د_پاکستان_له_ولسمشر_سره_وکتل
وانګ يي بیګا په اسلام آباد کښې د پاکستان له نوي ولسمشر عارف علوي سره ملاقات کړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 10, 2018 01:20 Asia/Kabul
  • د چین خارجه وزیر د پاکستان له ولسمشر سره وکتل

وانګ يي بیګا په اسلام آباد کښې د پاکستان له نوي ولسمشر عارف علوي سره ملاقات کړی دی.

د ایرنا د خبر له مخې وانګ یي په دغه کتنه کښې د پاکستان د ولسمشر په توګه د عارف علوي په غوره کیدو هغه ته مبارکي ورکړه او هیله یې وښودله چې د چین او پاکستان اړیکې له مخکښې نه زیاتې پراخې شي.

د چین خارجه وزیر څرګنده کړه: بیجنګ په ټولو برخو په تیره بیا په اقتصادي زمینو کښې له پاکستان سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.

وانګ يي په دغه ملاقات کښې همداشان وویل چې د پاکستان له وزیراعظم عمران خان او د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره یې رغنده خبرې اترې لرلې دي.

د چین خارجه وزیر وړمه ورځ له خپل پاکستاني همرتبه شاه محمود قریشي او وزیراعظم عمران خان سره ملاقاتونه کړي وو.

شاه محمود قریشي له وانګ يي سره له کتنې وروسته په ګډه خبري ناسته کښې وویل: له چین سره د اړیکو هراړخیزه پراختیا د پاکستان د نه بدلیدونکي بهرني سیاست له اصولو ده.