پاکستان خپله ریل لاره د ایران له ریل لارې سره نښلوي
Sep 14, 2018 10:58 Asia/Kabul
د پاکستان د ریلوی وزیر د ایران له ریلي پټلۍ سره د خپل هیواد د پټلۍ د نښلولو خبر ورکړ.
د ایرنا د خبر له مخې شیخ رشید احمد پرون وویل چې د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د کویټې-تفتان د اورګاډي پټلۍ به ډیره زر د نړیوالو معیارونو مطابق جوړه شي او د ایران له ریلي شبکې سره به وصل کړی شي.
خبر زیاتوي چې د پاکستان دغه نوې پټلس به له ایران سره له ګډې پولې د تیریدو وروسته د دغه هیواد د سیستان او بلوچستان صوبې په مرکز کښې د زاهدان ښار له ریل لارې سره یوځاې شي.
ټیګونه