د پاکستان وزیراعظمۍ ماڼۍ په پوهنتوني مرکز بدلیږي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i76473-د_پاکستان_وزیراعظمۍ_ماڼۍ_په_پوهنتوني_مرکز_بدلیږي
د پاکستان د حکومت د ښوونې او روزنې وزیر وویل چې د دغه هیواد وزیراعظم هاؤس، له اشرافي ګرۍ سره د مقابلې په موخه د انفارمیشن ټیکنالوجۍ په غوره پوهنتون بدلیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 15, 2018 03:36 Asia/Kabul
  • د پاکستان وزیراعظمۍ ماڼۍ په پوهنتوني مرکز بدلیږي

د پاکستان د حکومت د ښوونې او روزنې وزیر وویل چې د دغه هیواد وزیراعظم هاؤس، له اشرافي ګرۍ سره د مقابلې په موخه د انفارمیشن ټیکنالوجۍ په غوره پوهنتون بدلیږي.

د ایرنا د خبر له مخې شفقت محمود پرون په اسلام آباد کښې یوه خبري غونډه کښې وویل: د پاکستان ولسمشرۍ ماڼۍ په ۵ لکه او ۵۴ زره مربع کیلومیټره ځمکه جوړه ده او کلنی خرڅ یې کابو څلور نیم میلیون ډالره دی نو په دې وجه په دغه ماڼۍ کښې د انفارمیشن ټیکنالوجۍ پوهنتون جوړیږي.

د پاکستان د ښوونې او روزنې وزیر زیاته کړه: همداشان ټاکل شوې چې د مري په سیاحتي ښار کښې د وزیراعظم ماڼۍ هم په شپږ میلیون ډالر لګښت سره په هوټل بدلیږي او له دې لارې ترلاسه شوې پيسې د پاکستان ملي خزانې ته ستنول کیږي.

د پاکستان د حکومت د پریکړې له مخې د مري په ماڼۍ کښې د (حکومت د خونې) ښایسته ودانۍ په میوزیم بدلیږي او خلک به د دغې پرتمینې ودانۍ کتنه وړیا کولی شي.

شفقت محمود زیاته کړه چې د پاکستان د تیرو حکومتي چارواکو تجملي ژوند د خلکو ستونزې زیاتې کړې دي خو د عمران خان حکومت هڅه کوي چې د ژوند دا طریقه بدله کړي.