پاکستان افغان ځواکونو ته روزنه ورکوي
د پاکستان د خارجه وزارت ویاند د پاکستان لخوا د افغان ځواکونو د روزل کیدو خبر ورکړ.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې محمد فیصل پرون افغانستان ته د پاکستان د خارجه وزیر شاه محمود قریشي سفر ته په اشارې سره وویل: د پاکستان له لوري د افغانستان د پولیسو او پوځي ځواکونو روزنه په دغه سفر کښې شوې یوه مهمه موافقه وه.
د پاکستان د خارجه وزارت ویاند زیاته کړه: اسلام آباد او کابل موافقه کړې چې خپلې پوځي اړیکې پراخې کړي.
محمد فیصل همداشان وویل: ټاکل شوې چې د دواړو هیوادونو عالمان هم یوه ګډه شورا جوړه کړي او د مختلفو مذهبونو ترمینځ د وحدت رامینځته کولو په موخه په خپلو کښې ملګرتیا وکړي.
هغه په عین حال کښې ټینګار وکړ چې له دې وروسته د افغانستان سوداګرو ته، پاکستان ته د خپلو شیانو د صادراتو لپاره د ګمرک یا کسټم ورکولو ضرورت نشته.
محمد فیصل وویل: د پاکستان د حکومت په موافقې سره درې زره افغان محصلین هم کوی شي چې په پاکستان کښې تحصیلي بورسیه ترلاسه کړي.