د پاکستان وزیراعظم له هندوستان سره د خبرواترو د بیاپیلولو غوښتنه وکړه
ایرنا لیکلي چې عمران خان خپل هندي همرتبه نریندر مودي ته په یو لیک کښې د دواړو هیوادونو د اختلافاتو د هواري په موخه د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ د غونډې ترڅنګ د دوه اړخیزو مذاکراتو د بیاپيلولو غوښتنه وکړه.
عمران خان د هندوستان د وزیراعظم نریندر مودي د مبارکۍ د لیک په ځواب کښې، په نیویارک کښې د ملګرو ملتو د عمومي اسامبلې د غونډې ترڅنګ د پاکستان او هندوستان د خارجه وزیرانو شاه محمود قریشي او سُشما سواراج د ملاقات غوښتنه وکړه.
د پاکستان وزیراعظم په دغه لیک کښې همداشان لیکلي دي: که څه هم د دواړو هیوادونو ترمینځ اړیکې لانجمنې دي خو پاکستان چمتو دی چې د دواړو لورو د علاقې وړ موضوعاتو په تیره بیا له ترهګرۍ سره د مبارزې په هکله له هندوستان سره خبرې اترې وکړي.
هند او پاکستان د کشمیر په شمول یولړ مواردو کښې له یو بل سره اختلاف لري او یو بل له ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي.