امریکا له پاکستان سره له اړیکو خپلې ګټې تعقیبوي
د پاکستان خارجه وزیر د اسلام اباد په وړاندې د امریکا په کړچار نیوکه وکړه.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې شاه محمود قریشي چې د ملکرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په درې اویایمه غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته تللی په خبري غونډه کې وویل: په وروستیو کلونو کې د امریکا چاوراکي په پاکستان سره له اړیکو یوازې په خپلو ګټو پسې وو.
د پاکستان خارجه وزیر زیاته کړه: سپینه ماڼۍ له هند سره د اړیکو پراختیا غواړي او اسلام اباد به هم له چین سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
د اسلام اباد او واشنګټن اړیکې ددوه زره اولسم کال له اګسته او په پاکستان د ټرامپ د تور له لګولو وروسته خړپړې شوې. ټرامپ په خپله نوې استراتژۍ کې پاکستان په افغانستان کې فعالو ترهه ګرو ته پناه ورکولو تورن او بیا ګواښ کړی و چې له اسلام اباد سره به مالي مرستې بندې کړي.
دغه تور د پاکستان د دولت ګوندونو اوخلکو له تند غبرګون سره مخامخ شوی و.