له ایران سره د پاکستان د اړیکو په پراختیا ټینګار
Sep 25, 2018 02:20 Asia/Kabul
د پاکستان د صوبایي اسمبلۍ مشر له ایران سره د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.
د خیبر پختونخوا د صوبایي پارلیمان مشر پرون په پیښور کې له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کې ددواړو مسلمانو اوګاونډیوهیوادونو تر مینځ د فرهنګي، تاریخي، مذهبي او ژبنیو اشتراکاتو ته په اشارې سره وویل د دواړو هیوادونو د پارلیمان د استازو تګ راتګ د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا کې مهم رول لوبولی شي.
مشتاق غني په ایران کې پانګه ونې ته د پاکستاني تاجرانو ګروهنې ته په اشارې سره وویل د دواړو هیوادونو د ملګرتیاوو زیاتیدا د دواړو هیوادونو اقتصادي او تجارتي اړیکې تر پخوا زیاتې پراخولی شيږ
ده وویل د خیبر پختونخوا ایالت مقامات په دغه صوبه کې د انرجۍ او بریښنا په برخو کې د ایرانیو شرکتونو له پانګه ونې ملاتړ کوي.
ټیګونه