د پاکستان وزیراعظم د هند ګواښونو ته غبرګون څرګند کړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i76768-د_پاکستان_وزیراعظم_د_هند_ګواښونو_ته_غبرګون_څرګند_کړ
د پاکستان وزیراعظم د خپل هیواد خلاف د هندوستان د ګواښونو په غبرګون کښې وویل: نوی ډیلی پر اسلام آباد رغب داب نه شي اچولی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 26, 2018 04:10 Asia/Kabul
  • د پاکستان وزیراعظم د هند ګواښونو ته غبرګون څرګند کړ

د پاکستان وزیراعظم د خپل هیواد خلاف د هندوستان د ګواښونو په غبرګون کښې وویل: نوی ډیلی پر اسلام آباد رغب داب نه شي اچولی.

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې عمران خان پرون وویل: هندوستان دې د صلحې د خبرواترو لپاره د اسلام آباد غوښتنه د پاکستان کمزوري نه ګڼي ځکه چې د برصغیر د خلکو د نیکمرغۍ یوازۍ لاره له شخړې ډډه کول او د دواړو هیوادونو ترمنیځ د تجارت پراختیا ده.

هغه زیاته کړه: که هندیان د پاکستان سرحدونه وګواښي نو پاکستان ورسره مقابلې ته چمتو دی.

عمران خان په دې خبرې سره چې صلحه او امنیت په سویلي آسیا کښې د دې دواړو هیوادونو په ګټه دی، څرګنده کړه: د پاکستان او هندوستان د کړکیچ د ختمولو لپاره د نوي ډیلي چارواکو ته پکار دي چې خپل کبرجن کړچار پریږدي.

د ویلو ده چې د هندوستان د پوځ قومندان په نیویارک کښې د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ د غونډې ترڅنګ له خپل پاکستاني همرتبه سره له کتنې د هند د خارجه وزیرې سوشما سواراج له ډډه کونې یوه ورځ وروسته، اسلام آباد په پوځي حملې وګواښه.

هندوستان د پاکستان له خارجه وزیر سره د خپلې خارجه وزیرې د ملاقات د لغوه کولو پریکړه په کشمیر کښې د یوشمیر هندي پولیسو له وژل کیدو وروسته کړې ده.