د پاکستان مخالفو ګوندونو د عمران خان په فیصلې اعتراض وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i76780-د_پاکستان_مخالفو_ګوندونو_د_عمران_خان_په_فیصلې_اعتراض_وکړ
د پاکستان په ټولنیزو شبکو کی هم خلکو د عمران خان په دغې فیصلې سخت غبرګون ښودلی او د هغه له دغې فیصلې سره یې کلک مخالفت کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 26, 2018 10:14 Asia/Kabul
  • د پاکستان مخالفو ګوندونو د عمران خان  په فیصلې اعتراض وکړ

د پاکستان په ټولنیزو شبکو کی هم خلکو د عمران خان په دغې فیصلې سخت غبرګون ښودلی او د هغه له دغې فیصلې سره یې کلک مخالفت کړی دی .

د تسنیم خبری اژانس له راپور سره سم د پاکستان په پارلیمان کی  مخالفو ګوندونو د پاکستان په لومړی وزیر عمران خان په نیوکې سره وویل افغان او بنګالی کډوالو ته تابعیت ورکول پاکستان په یوې نړیولې یتیم خانې بدلوی .

د پاکستان د بلوچستان د ملی ګوند مشر اختر مینګل په دې زمینه کی وویل د بلوچستان خلک چی پاکستانیان دی له خپلو لومړنیو حقوقو محرومه دی او د اسلام اباد دولت باید افغان کډوالو ته د تابعیت په ورکولو سره د هغو د مشکلاتو پیټې د پاکستان په خلکو ونه تپی .

د پاکستان د پیپلزپارټۍ یوې لوړ رتبه غړی میرمن نفیسه شاه هم افغان کډوالو ته د عمران خان په ژمنې غبرګون ښودلی او هغه یې د اجرا وړ نده بللی .

د پاکستان په ټولنیزو شبکو کی هم خلکو د عمران خان په دغې فیصلې سخت غبرګون ښودلی او د هغه له دغې فیصلې سره یې کلک مخالفت کړی دی .

ځینې شناندی باوری دی چی دا یوه ملی موضوع ده او یوازې یو حکومت په خپل سر په دغه موضوع فیصله نشی کولې .