اسلام آباد له تهران سره خپل تجارت جاري ساتي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i77219-اسلام_آباد_له_تهران_سره_خپل_تجارت_جاري_ساتي
د پاکستان د خارجه وزارت ویاند د ایران خلاف د امریکې له بندیزونو سره د خپل هیواد د مخالفت په اعلانولو سره وویل: اسلام آباد به له تهران سره خپلې سوداګۍ ته دوام ورکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 12, 2018 04:09 Asia/Kabul
  • اسلام آباد له تهران سره خپل تجارت جاري ساتي

د پاکستان د خارجه وزارت ویاند د ایران خلاف د امریکې له بندیزونو سره د خپل هیواد د مخالفت په اعلانولو سره وویل: اسلام آباد به له تهران سره خپلې سوداګۍ ته دوام ورکړي.

د پاکستان د خارجه وزارت ویاند د ایران خلاف د امریکې له بندیزونو سره د خپل هیواد د مخالفت په اعلانولو سره وویل: اسلام آباد به له تهران سره خپلې سوداګۍ ته دوام ورکړي.

د ایرنا د خبر له مخې محمد فیصل پرون په اسلام آباد کښې خپله اونیزه خبري غونډه کښې له ایران سره د اقتصادي او تجارتي اړیکو د غوڅولو په شمول  د نړۍ د ځینو هیوادونو خلاف د امریکايي چارواکو د ګواښونو په هکله زیاته کړه: پاکستان به د خپلو ګټو په لړ کښې له ایران سره خپلې سوداګريزې اړیکې جاري وساتي.

هغه همداشان له ایټمي موافقې د امریکې په وتنې باندې په نیوکې سره وویل: امریکا داسې مهال له ایټمي موافقې ووتله چې د ایران اسلامي جمهوریت یې پر مفادو پایبند و او د ایټمي انرجۍ نړیوال آژانس هم دغه نظر په خپلو رپورټونو کښې تایید کړی دی.