د پاکستان ولسمشر له صهیونیسټي رژيم سره مذاکره رد کړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i77681-د_پاکستان_ولسمشر_له_صهیونیسټي_رژيم_سره_مذاکره_رد_کړه
د پاکستان ولسمشر له صهیونیسټي رژيم سره هرډول خبرې اترې یا پټه اړیکه رد کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 28, 2018 08:34 Asia/Kabul
  • د پاکستان ولسمشر له صهیونیسټي رژيم سره مذاکره رد کړه

د پاکستان ولسمشر له صهیونیسټي رژيم سره هرډول خبرې اترې یا پټه اړیکه رد کړه.

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې عارف علوي نن ترکیې ته له روانیدو مخکښې خبریالانو ته وویل: د اسلام آباد په هوايي ډګر د صهیونیسټي رژیم د یوې الوتکې د کوزیدو او لس ساعته یې د پاتې کیدو خبره تش دروغ دي.

هغه څرګنده کړه چې پاکستان له صهیونیسټي رژیم سره هیڅ اړیکه او خبرې اترې نه دي لرلې.

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي هم د اسلام آباد په هوايي ډګر کښې د صهیونیسټي رژیم د یوې الوتکې د کښیناستو په هکله په انټرنیټ او ټولنیزو شبکو کښې خپاره شوي رپورټونه رد کړل.

د ویلو ده چې د هاآرتص صهیونیسټي ورځپاڼې یو خبریال په خپل ټویټر اکاؤنټ کښې د یوشمیر انځورونو په خپرولو سره، په اسلام آباد کښې د صهیونیسټي رژيم د یوې الوتکې د کښیناستو ادعا کړې وه.