د سميع الحق له وژلې وروسته د هغه مرستيال بې درکه شو
پاکستانی رسنيو د جمعيت علمای اسلام د سميع الحق څانګې د مشر مولانا سميع الحق د مرستيال د بې درکه کېدو خبر ورکړ.
د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې د مولانا سميع الحق زوے حامدالحق وويل، له هغې ورځې راهسې چې د هغه پلار ووژل شو د پاکستان د جمعيت علمای اسلام ګوند مرستيال احمد شاه اکوړه هم غېب شوے دے.
هغه د احمد شاه اکوړه په بې درکه کېدو کښې د پاکستان د استخباراتي او امنيتي ادارو د رول لرلو د امکان خبر ورکړ.
دا په داسې حال کښې دي چې د پاکستان پوليسو د تفتيش لپاره د احمد شاه اکوړه نيول رد کړي او ويلي يې دي امنيتي ځواکونه د جمعيت علمای اسلام د مرستيال په بې درکه کېدو کښې څه رول نه لري.
دا په داسې حال کښې دي چې ځينې خبري سرچينې هم د مولانا سميع الحق په قتل کښې د آل سعود رژيم د چارواکو د رول خبر ورکوي.
مولانا سميع الحق له خپلې وژلې نه دوه ورځې مخکې د يمن د خلقو په خلاف د سعودي د وليعهد بن سلمان په تيري ګرو سياستونو نيوکه کړې وه.